سیاستخبرونهامنیت

د ښځو د چارو وزارت سرپرستې د فرشتې کوهستاني د وژنې د قضيې د څېړنې غوښتنه وکړه

٢٨- کابل /دمرغومې ٦مه /باختر
د ښځو د چارو وزارت سرپرستې حسينې ساپۍ په يو پيغا م کې د ګاپيسا د ځوانانو سازمان د جګپوړې غړې او مدني فعالې فرشتې کوهستاني وژنې په غندنې سره د دغې وژنې د عاملينو د پېژندنې او مجازاتو غوښتنه وکړه.
د باختراژانس خبريال د خبرله مخې ؛ د ښځو د چارو وزارت سرپرستې حسينې ساپۍ د ميرمن کوهستاني د وژنې په اړه د يو پيغام په خپرولو سره ويلي دي فرشتې کوهستاني د ښځو د حقوقو په دفاع کې ارزښتناک رول درلود.
هغې په دې برخه کې کار او مبارزه وکړه او په دې مبارزه کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.
ساپۍ د فرشتې کوهستاني وژل د افغانستان د ښځو ټولنې ته يوه ضايعه وبلله او د دې ترڅنګ يې د دغه جنايت د عاملينو پر پېژندنې ټينګار کړى دى اوله امنيتي بنسټونو يې غوښتي دي چې د ښځو او ځوانانو د حقوقو د فعالانو او د رسانه يي کارکوونکو د ځان په ساتنه کې زيات اقدامات وکړي.
په فرشتې کوهستاني د پنجشنبې په ماښام د هغې په ټاټوبى کوهستان کې له ورور سره يې پرې بريد وشو او ووژل شوه .
ختم_ ج_اکرم

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا