ټولنه

د ښځو پروړاندې د تاوتريخوالي د له منځه وړلو د پوهاوي ورکشاپ جوړ شو

کابل / د لیندی ۴ مه / باختر
د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د له منځه وړلو او د سولې په بهير کې د ښځو د رول تر شعار لاندې د پوهاوي ورکولو ورکشاپ پرون د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د جندر آمريت او ښځو ته د ښځو موسسې په نوښت د دغه وزارت د ملي تياتر رياست کارکوونکو ته جوړ شو.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د جندر آمرې محبوبې سعادت د دغه وزارت کارکوونکو ته د دغه شان ورکشاپونو جوړول ګټور وبلل او ويې ويل: لکه څنګه چې پوهېږو، تاوتريخوالى له نامه څخه يې پيدا دى چې ناوړه کلمه ده.
هغې زياته کړه: په داسې حال کې چې د افغانستان په اساسي قانون کې ښځې او نارينه مساوي حقوق او مقام لري. په همدې اساس ښځې کولاى شي په ټولو اقتصادي، فرهنګي او سياسي برخو کې فعاليت وکړي او د اسلام په سپېڅلي دين کې هم ښځو ته ځانګړى ارزښت او فوق العاده حقوق ورکړل شوي دي. څرنګه چې دغه حقوق زموږ په ټولنيز ژوندانه کې نه تطبيقېږي، دا زموږ د وروسته پاتي والي او په ټولنه کې په ناوړو دودونو او رواجونو پورې مربوط دى چې ښځې يې زيات زيانونه زغمي او په ټولنه کې د زياتو روحي او رواني ستونزو د رامنځته کېدو سبب کېږي.
دغه راز ښځو ته د ښځو موسسې استادانو خواجه محمد نعيم قادري او ګل غوټۍ خيري د کورني تاوتريخوالى، جوړښتي تاوتريخوالى، د تاوتريخوالي د ډولونو او د نورو اړوندو مسئلو د زيانونو او له هغو سره د مبارزې د حل لارو چارو او د سولې په بهير کې د ښځو د رول په اړوند ارزښتناکې څرګندونې وکړې.
بايد وويل شي چې د پوهاوي ورکولو دغه ورکشاپ د ښحځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د له منځه وړلو د نړيوالې ورځې او د پوهاوې ورکولو کمپاين په وياړ ښځو ته د ښځو موسسې په تخنيکي او مالي مرسته جوړ شوى و.
ختم- ج -اکرم

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا