اقتصاد

د کابل بانک مشتریان :د ډېرې ګڼې ګوڼې له امله هر ځل د پیسو اخیستلو لپاره ٢ او ٣ ورځې انتظار کوي

٢٣- جلال آباد/ د لړم ۲۸ مه/ باختر
په ننګرهار کې د کابل بانک مشتریان شکایت کوي، چې د ډېرې ګڼې ګوڼې له امله هر ځل د پیسو اخیستلو لپاره ٢ او ٣ ورځې انتظار کوي، خو د کابل بانک مسوولین بیا وايي چې په یوه ورځ د معاشونو حواله کېدل، د کابل بانک په ټولو نماینده ګیو کې ګڼه ګوڼه رامنځ ته کړې ده.
اجمل او بهادر چې په نظامي لیکو کې وظیفې لري، وايي چې له تېرو دوو ورځو راهیسې د پیسو اخیستلو لپاره راځي، خو نوبت ورته نه رسېږي.
په ننګرهار کې د کابل بانک د نماینده ګۍ مرستیال محمد حلیم د باختر اژانس سیمه ييز خبریال ماهر احسانزي ته ویلي چې د ګڼې ګوڼې د ختمولو لپاره به د ختیځ زون په ټولو لوا ګانو کې پر ثابتو نماینده ګیو سربېره ګرځنده نماینده ګۍ هم جوړې کړي.
حلیم زیاتوي چې د ننګرهار او ختیځې سیمې اکثره خلک په نورو ولایتونو کې دندې لري او یا هم جلال اباد ته سودا پسې راځي، نو د پیسو اخیستلو لپاره د نورو ولایتونو د نماینده ګیو پرځای، د ننګرهار نماینده ګۍ ته مراجعه کوي، چې ګڼه ګوڼه ورسره رامنځ ته شوې ده.
په ختیځ کې د کابل بانک مسوول معروف افغان هم یاده ستونزه مني، خو وايې که مستوفیت د معاشونو په حواله کېدو کې د میاشتې درې لسیزې سره و وېشي، د ګڼې ګوڼې ستونزه به ورسره کمه شي.
اخوا مستوفیت بیا وايي چې ټولو ادارو ته په وخت د معاش حواله کول او یا يې د میاشتني مهال وېش له مخې حواله کول د افغانستان بانک مسولیت دی، چې کابل بانک سره په همغږۍ ورته حل لار ولټوي.
په ننګرهار کې د کابل بانک د نماینده ګۍ د معلوماتو له مخې دمګړۍ په ختیځ کې پر ټولو لواګانو او د کابل بانک پر یوې سیارې نماینده ګي سربېره ، په غني خېلو او تورخم کې هم د کابل بانک نماینده ګۍ شته چې د کابل بانک مشتریان ورڅخه استفاده کولای شي.
د دوی د معلوماتو له مخې په ننګرهار کې د بېړنیو ناروغانو، د ادارو د مشرانو او ښځو لپاره ځانګړې غرفې هم شته چې له امله يې د ګڼې ګوڼې مخنیوی شوی دی.
کابل بانک مسوولین وايي، که د هر ولایت او نماینده ګۍ د کابل بانک مربوط مشتریان له خپلې نماینده ګۍ پیسې واخلي، هیڅکله به ګڼه ګوڼه جوړه نه شي.
دا په داسې حال کې ده چې په ننګرهار کې د کابل بانک پر نماینده ګیو د ګڼې ګوڼې پرمهال څو ځلي خونړي بریدونه هم شوي چې لسګونه ملکي او نظامي کسانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې، خو لا هم یادې ستونزې ته حل لارې نه دي موندل شوي.
پای/وصال

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا