Uncategorized

د کاپيسا د امنيې قوماندانۍ جنايي مامور د ماين په چاودنه کې شهيد شو

کابل/ د لیندۍ۲٦مه/ باختر
د کاپيسا د امنيې قوماندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې يو مامور نن سهارد ماين په چاودنه کې شهيد شو.
دغه چاودنه د بګرام ولسوالۍ په صياد سيمه کې د هغه ماين زېږنده وه چې د دغې قوماندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې د کارکوونکو په موټر کې ځاى پرځاى کړاى شوى و.
د بګرام ولسوال عبدالشکور قدوسي باختراژانس ته وويل د دغو مامورانو د سپرلۍ پر موټر چاودنه د ځاى پرځاى کړاى شوي مقناطيسي ماين زېږنده وه.
هغه وويل په دې پېښه کې يو تن شهيد اويو بل يې ټپي شو.
پاى \ ذ

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا