امنیت

د کاپيسا د امنيې قوماندانۍ يو ساتنمن ترور شو

کابل/ د مرغومي٤مه / باختر
د کاپيسا د امنيې قوماندانۍ يو ساتنمن تېرماښام د دغه ولايت د کوهستان په لومړۍ برخه کې ترور شو.
د باخترآژانس د خبر له مخې؛ د کاپيسا سيمه ييز خبرځايونه وايي د کاپيسا د امنيې قوماندانۍ يو ساتنمن مجيب الله کوهستاني د ناپېژاندو وسله والو کسانو له لورې د کوهستان په لومړۍ برخه کې په ډزو سره ټپي شو او په روغتون کې يې ساه ورکړه.
د دغه ساتنمن د ترور مسووليت تراوسه هيچا يا کومې ډلې په غاړه نه دى اخيستى.
پاى \ ذ

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا