خبرونهامنیت

د کاپیسا د علماوو شورا رئیس پر موټر د تروریستي برید په اړه د جمهوري رياست مطبوعاتي اعلامیه

 

کابل/ د مرغومي ۱۴مه/ باختر

تروریستانو د خپلو جنایتونو په دوام نن د کاپیسا د علماو شورا رئیس مولوي میرویس کریمي پر موټر په صیاد بازار کې د تروریستي برید له امله د نوموړي یو شمېر ملګري شهیدان او د مولوي میرویس کریمي په ګ‌‌‌‌‌‌ډون دوه تنه نور ټپیان شول.

جمهوررئیس غني د دغه تروریستي برید د غندنې پر مهال وویل، پر علمای کرامو، مدني فعالانو او د رسنیو کارکوونکو چې د خلکو د خدمت او عامه ذهنونو د روښانولو هڅې کوي، برید د بشري او اسلامي ارزښتونو ضد جنایت دی او د طالبانو د وروستي تاوتریخوالي دوام، سولې ته د ژمنتیا روحیې خلاف دی.

جمهوررئیس د دغه تروریستي برید د هر اړخیزې ارزونې او د عاملینو د پېژندلو او مجازاتو په خاطر، اړوندو ارګانونو ته لازمې لارښوونې وکړې.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس د شهیدانو کورنیو ته د خپلې خواخوږۍ او غمشریکۍ مراتب څرګندوي او د مولوي میرویس کریمي په ګ‌‌‌‌‌‌ډون د دې پېښې ټپیانو ته د خدای تعالی په دربار کې د بشپړې روغتیا دعا کوي.

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا