تبصره او مطبوعاتو ته کتنه

د کرونا ګواښ بابیزه مه ګڼئ

کابل / د مرغومي ۱۱ مه / باختر
په کابل او نورو ښارونو کې د کرونا ناروغۍ مثبتې پېښې ورځ تربلې ډېرېږي. له یوې خوا سوړ ژمی او له بلې خوا د کرونا ګواښ – دا دواړه د خلکو پر ژوند منفي اغېره کوي. له بده مرغه ګڼ خلک د کرونا ګواښ لا بابیزه ګڼي او په دې اړه د عامې روغتیا وزارت او روغتیا نړیوال سازمان لارښوونې نه رعایتوي.
د باختر آژانس مفسر دا موضوع څېړلې ده او لیکي:
تمه دا وه چې هم حکومتي ادارې او هم ټول ولس به د کروناویروس له لومړۍ څپې پند اخیستی وي او د دویمې څپې لپاره به یې پوره چمتووالي نیولی وي؛ خو له بده مرغه دا تمه رښتیا نه شوه. که څه هم جمهوررییس د کرونا د دویمې څپې د مخنیوي او کابو کولو موضوع ډېره جدي ګڼلې ده او خپله یې د څو غونډو مشري کړې ده او دا غونډې لا هم دوام لري؛ همدارنګه د عامې روغتیا وزارت وایي چې د اکسیجن تولید یې زیات کړی دی او روغتونونه د کرونا ناروغانو د درملنې لپاره چمتو دي؛ خو که له دغو تدابیرو وراخوا، وقایې ته وګورو، نو په دې برخه کې له بده مرغه جدي تدابیر نه تر سترګو کېږي.
دولتي اداري په عادي رژیم کې کار کوي، الکترونیکي حاضري لا فعاله ده، ماسکونه چې کابینې یې کارول جبري کړي وو، نه کارول کېږي، ستړي مه شي بېرته همغه پخواني اصلي (وطني) حالت ته ګرځېدلي دي، د مېلمستیاوو جوړول هم دوام لري، په سترو سالونونو کې د ودونو او خوښیو نور پروګرامونه د پخوا په څېر دوام لري، د سترو غونډو جوړول هم نه دي درول شوي، ټولنیز واټن نه پالل کېږي، د لاسونو مینځل خلکو بیا هېر کړي دي او نور ګڼ مسایل چې د کرونا په مخنیوي کې باید رعایت شي، نه رعایت کېږي.
په دغه راز حالت کې څرګنده ده چې د کروناویروس د مثبتو پېښو شمېر به ورځ تر بلې ډېرېږي او ورسره جوخت به د مړینې کچه هم لوړه ځي او دا بیا په افغاني ټولنه کې چې خپلو مذهبي او دودیزو ارزښتونو ته کلکه ژمنه ده، نورې ګڼې ستونزې راټوکوي.
له بده مرغه عامه ذهنیت داسې دی چې خلک ګڼي چې کرونا نور کوم ګواښ نه دی او دا چې مسوولین او رسنۍ د هغې په اړه کوم تبلیغات کوي، دا تبلیغات کوم بنسټ نه لري او موخه یې د بهرنیو مرستو راجلبول دي. دغه راز ذهنیت سبب شوی دی چې ګڼ خلک روغتیایي سپارښتنې رعایت نه کړي او د کرونا په اړه بې پروا چلند وکړي.
تر هرڅه وړاندې موږ باید دغه ناوړه ذهنیت له منځه یوسو او خلکو ته دا واقعیت ورسوو چې کرونا ټوکې نه دي؛ بلکې کرونا اوس هم ستاسې او ستاسې د کورنیو د ټولو غړیو ژوند ګواښي، که تاسې اوس هم له کرونا سره ټوکې کوئ؛ نو مانا یې دا ده چې تاسې له خپل ژوند سره لوبې کوئ.
په دې برخه کې د دولتي مسوولینو، دیني عالمانو او رسنیو رول او نقش ډ‌ېر مهم دی. دوی باید د خلکو مغزه ښه خلاص کړي او هغوی اړ کړي چې له کرونا سره بې پروا چلند ته پای ورکړي او ټول هغه تدابیر عملي کړي چې د عامې روغتیا وزارت او د روغتیا نړیوال سازمان یې سپارښتنه کوي.
پای/ن.ش

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا