خبرونهورزش

د کرېکټ نړیوالې شورا د شل اوریزو سیالیو د لسیزې غوره لوبغاړي په توګه د راشد خان دانتخابېدو په اړه د جمهورييس

محمد اشرف غني پیغام

کابل/ د مرغومي ۸مه/ باختر

په ډېر ویاړ خبر شوم چې د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې ځوان لوبغاړی او د نړۍ په کچه د کرېکټ منل شوی ستوری راشد خان د کرېکټ د نړیوالې شورا له خوا د لسیزې غوره لوبغاړی ټاکل شوی دی.

راشد خان او په بېلابېلو برخو کې ده ته ورته اتلې پېغلې او ځوانان د نوي افغانستان استازي دي. دوی د افغانستان د ځوان نسل سرلاري او د تېرو شلو کلونو د لاس ته راوړنو، نویو ارزښتونو، پرمختګونو او غږ پورته کولو ساتونکي اتلان دي.

دا ځوانان پېغلې د اوسني آزاد او پرمختللي افغانستان هغه رسا غږ او واضح تصویر دی چې په بېلابېلو نړیوالو سټېجونو د خپل ملت استازولي کوي او د ولس رښتینی غږ، قوي اراده، لوړ ارزښتونه او لوی ارمانونه له نړۍ سره شریکوي.

زه باور لرم چې د افغانستان ځوان نسل به د ټولنې په هره برخه کې همداسې په مسوولیت مخ ته ځي او په خپلو لاس ته راوړنو او اتلولیو به د خپل ملت سترګې روښانوي.

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت په استازیتوب راشد خان ته ددې ستر ویاړ مبارکي وایم او د لا ډېرو بریاوو هیله ورته کوم. تر څنګ يې یو ځل بیا ژمنه کوم چې ځوانان به د افغانستان د اوسنۍ او راتلونکې سترې سرمایې په توګه زموږ په لومړیتوبونو کې ځای ولري.

 

 

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا