امنیت

د کوماندو ځواکونه په دشت ارچې کې پلي شول

٣٥- کابل/ د لړم ٢٦ مه/ باختر
د ملي دفاع وزارت وايي، د کوماندو ځواکونه د کندز د دشت ارچې ولسوالۍ په مرکز کې پلي شوي، دغه ولسوالۍ له څو وروستيو ورځو را په دې خوا د دولتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د نښتو ډګر و.
د ملي دفاع وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره باخترآژانس ته وويل؛ د کوماندو هوسا ځواکونه د کندز دشت ارچي ولسوالۍ ته رسيدلي دي او د دغې ولسوالۍ په مرکز ګې په پراخه توګه شتون لري.
په خبرپاڼه کې ويل شوي دي خورې ورې جګړې د دغې ولسوالۍ په ځينو سيمو کې دوام لري او د دشت ارچي ولسوالۍ به ډير ژر د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاکه اوامنيتي حالت به عادي بڼه غوره کړي.
پاى \ ذ

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا