ټولنه

د کونړ خبریالان: په هېواد کې د ژورنالیسانو ژوند خوندي نه دی

اسعد آباد/ د لړم ۲۶ مه/ باختر
د کونړ خبریالانو د ژورنالیستانو پر وړاندې د تاوتریخوالي د نړېوالې ورځې په نمانځغونډه کې وویل چې په هېواد کې د ژورنالیستانو ژوند خوندي نه دی.
د باختر اژانس د سیمه ييز خبریال د خبر له مخې؛ په دې نمانځغونډه کې خبریالانو وویل چې د دوی ژوند خوندي نه دی، ځکه چې هره ورځ خبریالان ګواښل کېږي او وژل کېږي.
دوی له وسله والو غواړي چې د خبریالانو له وژنو لاس واخلي.
په کونړ کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي نړېواله ورځ په داسې حال کې نمانځل کېږي چې د طلوع نیوز پخوانی خبریال یما سیاووش او د ازادۍ راډیو خبریال الیاس داعي څو ورځې وړاندې په چاودنو کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.
د یادونې وړ ده چې په دې ورستیو کې په هېواد کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوریخوالي پېښې زیاتې شوې دي.
پای/وصال

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا