خبرونهښوونه او روزنه

د کونړ د عامې روغتیا ریاست طبي تجهیزات ترلاسه کړل

کابل / د لیندۍ ۱۳ مه / باختر
د مهاجرینو په چارو کې د ملګرو ملتو سازمان عالي کمیشنرۍ د کونړ د عامې روغتیا له ریاست سره د طبي تجهیزاتو مرسته وکړه.
ټاکل شوې ده له دغو تجهیزاتو څخه له کروناویروس سره په مبارزه کې کار واخیستل شي.
د مهاجرینو په چارو کې د ملګرو ملتو سازمان د عالي کمیشنرۍ مسوول ویلیم د کونړ له والي محمد اقبال سعید سره په کتنه کې دغه راز وویل چې ډېر ژر به د مصنوعي تنفس درې دستګاوې هم په کونړ د کروناویروس د درملنې له ځانګړي مرکز سره مرسته وکړي.
پای/ع

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا