نړۍ

روسيې دسوريې د بحران د حل کولو لپاره نوى طرحه وړا ندې کړه

سوريه له څه ناڅه پنځو مياشتو را په ديخوا ددغه هيواد د حکومت د مخالفينو د اعتراضيه مظاهرو ډګر دى چې له ا مله يې څه نا څه پنځه زره تنه وژل شوي دي

دملګرو ملتو دسا زمان په امنيت شورا کې دروسيې دايمې استا زي دسوريې د وروستيو بحرا نو نو دحل کولو لپاره ديوه نوى پريکړه ليک مسوده ددغې شورا غړو ته وړا ندې کړه

د ملګرو ملتو په سا زمان کې دامريکا دايمې استا زي سوزان رايس د امنيت شورا د تيري شپي په غونډه کې درو سيې ددغه نوى پريکړه ليک د  متن په غبرګون کې وويل: د تيري شپى په غونډه کې مسکو په ځنډ سره د نوى پريکړه ليک طرحه د امنيت شورا دغړو ترمنځ وويشله او ټا کل شوې ده د کار پيژند نې په غونډو کې د رو سيې په طرحى خبرې و شي

ده وويل : هيله لرم مسکو په او سنيو خبروکې جدى ګډ ون ولري چې خبري بيا له دغه ځنډ سره مخا مخې نه شي

د ملګرو ملتو په سا زمان کې د ا مريکا دايمې استازي د سوريې حالاتوته دعربو اتحاد يې د کتوونکو وروستيو رپوټو نو ته په اشاري سره وويل: هيله لرم ، د امنيت شورا ډير ژر دسوريې د بحران لپاره د حل لاره پيدا کړې

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

دکمه بازگشت به بالا