امنیت

سلګونه سرتېري له يوې پوځي اکاډمۍ څخه فارغ شول

کابل / د لیندۍ ۱۳ مه / باختر
د هېواد په لوېديځ کې سلګونه سرتېري له يوې پوځي اکاډمۍ څخه فارغ شول.
ټاکل شوې ده دغه سرتېري د هېواد د لوېديځ په بېلابېلو برخو کې د ډار اچوونکو پرخلاف مبارزه کې په پوځي واحدونو کې ځاى پرځاى شي.
د هېواد په لوېديځ کې د ظفرقول اردو قوماندان جنرال عبدالرووف ارغنديوال يادو سرتېرو ته د دوى د فراغت له امله مبارکي وويله او له هغوى څخه يې وغوښتل چې په ټول توان سره د هېواد د دفاع په لاره کې د وسله والو ډار اچوونکو پرخلاف مبارزه وکړي. دغو سرتېر ١٢ اوونۍ پوځي زده کړې کړې دي.
په پاى کې فارغو سرتېرو ژمنه وکړه، ترهغه وخته چې يوه څاڅکۍ وينه يې په بدن کې وي، د خپل هېواد او خلکو دفاع کوي.
پاى \ ذ

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا