امنیت

سلګونه کيلوګرامه چرس کشف اوضبط شول

کابل / د ليندۍ ٢مه /باختر
په سلګونو کيلوګرامه چرس په ننګرهارکې د عملياتوپه بهير کې کشف اوضبط شول.
دغه نشه يي توکي تېره شپه د دربابا ولسوالۍ بازار ته څېرمه ترلاسه شول.
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي باختراژانس ته وويل چې د امنيتي ځواکونو په دغو عملياتوکې ١٦٥کيلوګرامه چرس ترلاسه شول.
هغه وويل: د دغو نشه يي توکو په اړوند څوک نه دى نيول شوى.
پرون شپه هم امنيتي ځواکونو له در بابا ولسوالۍ څخه ١٧٠کيلوګرامه چرس چې ټاکل شوې وه پاکستان ته قاچاق شي، ترلاسه کړل او يوتن يې په دې اړوند ونيوه.
ختم_ ج _اکرم

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا