ټولنه

سلګونو کورنيو په بغلان کې خوراکي توکي ترلاسه کړل

کابل / د لیندۍ ۲۳ مه / باختر
په بغلان کې د “ملي دسترخوان” پروګرام د خوراکي توکو په وېشلو سره نن پيل شو.
د بغلان د کليو د بيارغاونې او پرمختيا رياست د ولسي تړون پروګرام مسوول انجنير احمد ضيا رحيمي باختر آژانس ته وويل چې د ملي دسترخوان پروګرام د خوراکي توکو د وېش بهير د پلخمري ښار د کندز تپې په کلي کې پرانیستل شو او په دې سيمه کې پر څه دپاسه٣٩٠کورنيو خوراکي توکي ووېشل شول.
د رحيمي د څرګندونو له مخې؛ په دغه پروګرام کې پر هرې کورنۍ يوه بورۍ اوړه، يونيم من نخود، لس ليتره غوړي او صابون ووېشل شول.
د يادونې وړ ده چې د ملي دسترخوان پروګرام اوس په مرکزي بغلان، ګذرګاه نور، ده صلاح او پل حصار ولسواليو کې پيل شوی دی او وروسته په نورو ولسواليو کې هم پيلېږي.
ختم- شکريه –اکرم

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا