ټولنه

سلګونو کورنیو په پنجشېر کې خوراکي توکي ترلاسه کړل

کابل / د لیندۍ ۲۳ مه / باختر
د افغاني سرې میاشتې ټولنې په پنجشېر کې د طبیعي پېښو له امله پر ۶۰۰ زیانمنو شویو کورنیو خوراکي توکي ووېشل.
د پنجشېر د افغاني سرې میاشتې ټولنې مسوول شېرآقا باور وویل چې دغې ادارې د یاد ولایت په عنابه، رخه، دره او خنج ولسوالیو کې پر هرې زیانمنې شوې کورنۍ اوړه، غوړي، بوره، لوبیا، مالګه او وریجې ووېشلې.
هغه زیاته کړه چې د خوراکي توکو وېشل به د پنجشېر په نورو ولسوالیو کې هم ترسر شي.
پای/ع

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا