خبرونهامنیت

سل کيلوګرامه چرس په ننګرهار کې کشف اوضبط شول

 کابل/ دلړم ٢٢ مه / باختر

سل کيلوګرامه چرس  په ننګرهار کې  د پوليسو په عملياتوکې کشف اوضبط شول.

دغه نشه يي توکي د دربابا ولسوالۍ د استوګنې په يوکورکې ساتل کېده.

د ننګرهار يو امنيتي مقام باختراژانس ته وويل چې دغه چرس پاکستان ته  د قاچاقو لپاره چمتو شوي و .

د رارسيدلو خبرونو له مخې ؛ ټاکل شوې ده دغه نشه يي توکي  پاکستان ته قاچاق شي  چې د امنيتي ځواکونو له خوا  ونيول شول.

پوليسو د دغو نشه يي توکو  د عاملينو د احتمالي نيولوپه باب څه نه دي ويلي .

ختم_ج _اکرم

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا