ټولنه

سور صليب: افغانستان د ملکيانو لپاره د نړۍ تر ټولو خونړی هېواد دى

۳۰- کابل / د مرغومي ٩ مه / باختر
سره صليب اعلام کړى دى چې افغانستان د ملکيانو لپاره د نړۍ تر ټولو خونړی هېواد دى.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د سره صليب نړيوالې کمېټې په خپله تويټر پاڼه کې د يوه پيغام په خپرولو سره ليکلي دي: افغانستان د ملکيانو لپاره د نړۍ تر ټولو خونړی هېواد دى.
په پيغام کې ويل شوي دي: د دغه هېواد ۵۰ سلنه خلک په هغو ځايونو کې ژوند کوي چې زياتره يې د وسله والو ډلو د جګړو تر اغېرې لاندې دي.
دا په داسې حال کې ده چې يوناما او د بشر د حقوقو کمېسيون هم په هېواد کې پر هدفمندو وژنو او د ملکيانو پر تلفاتو اندېښنه ښودلې ده.
پاى \ ذ

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا