امنیت

شل کیلوګرامه چرس په بدخشان کې کشف شول

٢٠- کابل / د مرغومي ۲۲ / باختر
شل کیلوګرامه چرس د بدخشان په مرکزفیض آباد ښار د پنځمې امنیتي حوزې په مربوطاتوکې کشف او ضبط شول.
د بدخشان د امنیې قوماندانۍ ویاند ثناالله روحاني باخترآژانس ته وویل چې د بدخشان د امنیې قوماندانۍ له نشه يي توکوسره د مبارزې مدیریت پولیسو ٢٠ کیلوګرامه چرس چې په یولند کروزر موټرکې ځای پرځای شوي ووکشف او ضبط کړل.
هغه وویل چې پولیسو هغه سړی چې دغه نشه يي توکي له فیض آباد ښارڅخه د دغه ولایت خواهان ولسوالۍ ته لېږدول ونیوه.
پای-ع

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا