امنیت

شپږ طالبان په زابل کې ووژل شول

کابل / د لړم ٢۷مه / باختر
وسله والو طالبانو تېره شپه د زابل په شملزو ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو پر پوستو بريدونه وکړل.
دا په وروستيو٤٨ ساعتونو کې د زابل پر شملزو ولسوالۍ د وسله والو طالبانو دويم بريد دى.
د هېواد په جنوب کې د اتل قول اردو يوه جګپوړي مقام باختر آژانس ته وويل چې پر دغو وسله والو طالبانو د افغان ځواکونو پر پوستو د يرغل په وخت کې له ځمکې او هوا څخه بريدونه وشول چې په پایله کې ٦ وسله وال طالبان ووژل شول او ٣ نور يې ټپيان شول او نور يې وتښتېدل.
د رارسېدلو خبرونو له مخې؛ د وسله والو طالبانو څو وسلې او موټرسايکلونه په سيمه کې پاتې دي.
د زابل په شملزو ولسوالۍ د وسله والوطالبانو په لومړى بريد کې ١٤وسله وال طالبان وژل شوي او لسګونه نور یې ټپيان شوي وو.
ختم- ج- اکرم

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا