خبرونهامنیت

شپږ طالبان په زابل کې ووژل شول

زابل / د مرغومي۲مه/ باختر
شپږ وسله وال طالبان تېره شپه په زابل کې په هوایی برید کې ووژل شول او پنځه نور ټپیان شول .
د اتل قول اردو یو مسوول د باختر اژانس خبریال ته وویل چې دغه طالبان د دغه ولایت د شهر صفا ولسوالۍ د بورکې په ساحه کې د غوڅ ملاتړ د هوایی بریدونو له امله ووژل شول .
په دغه برید کې د طالبانو یو ماین جوړوکي په ګډون شپږ وسله وال طالبان ووژل شول او پنځه نور ټپیان شول .
پای / سعیده

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا