امنیت

شپږ طالبان په فاریاب کې ووژل شول

کابل / د لیندۍ ۲۳ مه / باختر
شپږ وسله وال طالبان تېره شپه په فاریاب کې له پوځیانو سره په نښته کې ووژل شول.
د فاریاب د امنیې قوماندانۍ ویاند کریم یورش باختر آژانس ته وویل چې دغه جګړه د قیصار ولسوالۍ په مربوطاتو کې ونښته چې په پایله کې د یو سیمه ییز قوماندان ملا منصور په ګډون ۶ وسله وال طالبان ووژل شول.
خبرځای زیاته کړه چې په جګړه کې ۵ نور وسله وال طالبان ټپیان شول او د جګړې په بهیر کې یو ملکي هم د د ښمن د توغندي د لګېدو له امله شهيد شو.
یورش زیاته کړه چې د طالبانو جنګي وسایل له پنځو موټرسایکلونو سره د پولیسو لاس ته ورغلي دي.
پای/ع

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا