خبرونهامنیت

شپږ طالبان په ننګرهار کې ونیول شول

۶- کابل / د مرغومي ۱۷ مه / باختر
امنیتي مامورینو په ننګرهار کې د شپږو وسله والو طالبانو په نیولو بریالي شول.
دغه کسان په تېرو ۲۴ ساعتو کې د ننګرهار له مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د عملیاتو په بهیر کې نیول شوي دي.
د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل باختر آژانس ته وویل چې دغه کسان په شوکمارۍ، د موټر په غلا او د ښاریانو په ګواښولو بوخت وو.
دا په داسې کې ده چې د ننګرهار امنیتي مامورینو پرون هم د وسله والو طالبانو د یو غړي د نیولو خبر ورکړ چې په ټلیفوني ګواښولو سره یې له ښاریانو پیسې غوښتې.
د ننګرهار والي ويلي دي چې د نیول شویو کسانو دوسیې د امنیتي مامورینو د څېړنو له بشپړېدو وروسته عدلي او قضایی بنسټونو ته سپارل کېږي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
پای/ سعیده

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا