امنیت

طالبانو د بلخ پر يوې امنيتي پوستې بريد وکړ

۳۲- کابل / د لړم ٢١ مه / باختر
د بلخ د شولګرې ولسوالۍ پر يوې امنيتي پوستې تېره شپه د وسله والو طالبانو په بريد کې يو پوليس شهيد شو او اته نور یې ټپيان شول.
د بلخ د شولګرې ولسوالۍ امنيه قوماندان سيدعارف اقبالي باختر آژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو د دغې ولسوالۍ پر يوې امنيتي پوستې بريد وکړ.
هغه زياته کړه: په بريد کې يو سرتېرى شهيد شو او ٨ نور یې ټپيان شول.
پاى\ج\ذ

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا