امنیت

طالبانو په بلخ کې يوه ښځه ووژله

کابل / د مرغومي٢٣ مه / باختر
وسله والو طالبانو تېره شپه په بلخ کې يوه ښځه له کوره وايستله او وروسته يې په ډزو سره ووژله.
د بلخ د زاري ولسوال سيف الرحمن رحماني د باختر آژانس خبريال ته وويل چې وسله والو طالبانو دغه ٤۵ کلنه مېرمن چې د اوو ماشومانو مور وه، له دولتي ځواکونو سره د همکارۍ په تور ووژله.
د زاري ولسوال د وسله والو طالبانو دغه ادعا ردوي او زياته يې کړه چې دغې مېرمنې له دولتي ادارو سره يې هېڅ راز اړیکه نه درلوده.
د رحماني د څرګندونو له مخې؛ دغې مېرمنې د زاري ولسوالۍ امنيې قوماندانۍ ودانۍ ته څېرمه ژوند کاوه.
پاى \ ذ

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا