امنیت
طالبانو په فراه کې يو قومي مخور وواژه .

٣٢-کابل باختر دسلواغي پنځمه
يو قومي مخور تيره شپه دطالبانو له خوا دفراه ولايت دپشت رود په ولسوالۍ کې ووژل شو .
دفراه ولايت دپشت رود ولسوال غوث الدين دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل: ددغې ولسوالۍ دسنګ ګلک دکلي قومي مخور حاجي غلام حضرت کله چې دخپل کور په لور روان و ددوو تنو موټرسايکل سپرو له خوا ووژل شو .
دغه مخور څو څو ځلې دوسله والو طالبانو سياست او عملونه دشريعت پرخلاف بللي و و .
د پشت رود ولسوال وويل چې طالبانو پخوا حاجي غلام حضرت ته اخطار ورکړى و چې ددوى پرخلاف له څرګندونو څخه ډډه وکړي. دپشت رود ولسوال وويل چې پوليس پيښه څيړي او تراوسه پورې ددغې پيښې په اړوند څوک نه دى نيول شوى .