خبرونهفرهنګ

طاهر زهير: خبريالانو ته د عدالت غوښتنې لپاره له حقوقي ، ديپلوماتيکو او نړيوالو لارو چارو  کار اخلو

کا بل /د مرغومي ١٨مه /باختر

د رسنيو او د خبريالانو د ملاتړ بنسټونو يوشمېر مسوولينو نن د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت  له سرپرست سره په کتنه کې د خبريالانو اود مدني فعالانو د هدفي  وژنوله امله د انديښنې په څرګندولو سره  د دغه شان پېښو د مخنيوي او د خبريالانو د امنيت د تامينولو د لارو چارو په اړه خبرې وکړې .

د باختراژانس د خبرله مخې؛  هغوى  د دې ترڅنګ چې  د دغه شان پېښو له امله  يې خپلې انديښنې څرګندې کړې د هغوی د مخنيوي د لارو چارو په اړه يې خبرې وکړې.

هغوى ټينګاروکړ  د خبريالانو او د رسنيو  ملاتړ د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت  له دندو اوهدفونو څخه دي بايد دغې مسئلې ته جدي پاملرنه وشي او دغه راز  د افغانستان د دولت او د طالبانو د ډلې د هيئتونو ترمنځ د سولې په خبرو  کې په هماغه اندازه چې  د اوربند په اړه خبرې کېږي بايد د خبريالانو د هدفي اوځنځيري  وژنو په اړوند هم خبرې وشي  او د دغه شان جنايتونوعوامل  څرګند شي او د دغه راز  ترورونو د مخنيوي لارې چارې ولټول شي .

هغوى دغه راز د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت له سرپرست څخه وغوښتل چې د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت او د رسنيزو بنسټونوترمنځ د همغږى  مرکز جوړ شي.

په دې کتنه کې  د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت د خپرونو چارو معين عبدالمنان شيواي شرق د وړاندې شويو پيشنهادونواوطرحو په اړه  هراړخيزې خبرې وکړې او  ويې ويل دغه وزارت  په دې لاره کې  اغيزمن ګامونه  اخستي دي چې ډير ژر به د هېواد له رسنيو سره شريک شي.

د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت سرپرست   محمد طاهر زهير هغوى  ته ډاډ ورکړ چې زموږ ذهن د هېواد پر اوسنيو حالاتو اوهغو چلنجونو متمرکز دى  چې په هېواد کې د خبريالانو پرخلاف شتون لري.

هغه وويل هلې ځلې کوو چې له حقوقي ، ديپلوماتيکو او نړيوالو لارو او امکاناتو ګټه واخلو او د خبربالانو لپاره عدالت وغواړو او ډير ژر په همدې مقصد د نړيوالو بنسټونو د مسوولينو ، ديپلوماتانو، رسنيو او د خبريالانو د ملاتړ بنسټونو د مسوولينوپه ګډون به  غونډه جوړه کړو.

د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت سرپرست  څرګنده کړه چې دغه وزارت  د رسنيوقوت او  ملاتړ ته اړتيا لري  او هر څومره چې د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت پتمن وي  په هماغه اندازه  به د هېواد رسنى  پتمنې  او باعزته  وي.

ختم_ ج- ا

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا