امنیت

فضل الهادي مسلميار له مخالفين سره دروغې جوړي دبهير دڅرنګوالې په باب له امنيتي مسوولينو سره خبري وکړي

– کابل باختردسلواغې دمياشتې   ٩ :

دسنا مجلس درييس  فضل الهادي مسلميار په مشرۍ  دمشرانو جرګي په نننۍ غونډه کې  د ( اصلاح  او عدالت ) دپارلماني ډلې  دشتون  په اعلامولو سربيره  له مخالفينو سره دروغې جوړې دبهير او دامنيتي مسووليتونو دليږدونې دڅرنګوالې  په باب خبري وشوي .

دمشرانو جرګي مطبوعاتي دفتر دباختر اطﻻعاتي اژانس ته خبرورکړ په پيل کې داصلاح اوعدالت دپارلماني ډلې لنډمهال رييس  مولوي ارسلان رحماني  دډلې د جوړيدو اودهغې دهدفونو په باب معلومات وړاندې کړل او دپارلماني ډلې جوړول يې  له امريکاسره دستراتيژيک تړون دلاسليک اودسولې دبهير په گډون  په مهمو سياسي مسلو کې  دهغې دچارو په ښه والې او ځواکمني کې دلازمو سلامشورو  دوړاندې کولو لپاره  دسنامجلس رول  ګټور وباله  .

وروسته ددغې پارلماني ډلې منشي سناتور رفيع الله حيدري   ددغې ډلې په غړيتوب کې   دپنځه ديرشو سناتورانو دنومونو دلوستلو په ترڅ کې  په شپاړلسو فقرو کې  دپارلماني ډلې  کاري لارښود ولوست  او ويي ويل  چې داصلاح ا وعدالت ډله   دوه تنه مرستيالان ، دوه  تنه منشيان او دوه تنه ويندويان او کاري  کميټي لري .

حيدري تياري څرگندکړ  چې دغه ډله به داسلام دمبين دين دحکمونو  اودملي يو والې دټينګښت ، دکاري کېفيت دښه والې  اودهرراز ژبني ،  سمتي  اومذهبې  توپير پرخلاف دمبارزي  په پيروي  ، داسلام دمبين دين دلارښوونو په رڼا کې دښځو دحقوقو  داعاده کولو ، داداري فساد دله منځه وړلو ، دنشه يي توکو له قاچاقو او توليد او له نورو اخلاقي مفاسدوسره  دمبارزي  ، دقانونيت دتطبيق  ، داقتصادي سکتور ، پوهنې  اودروغتيايي خدمتونو دانډوليزي ودي اوپرمختيا په لاره کې هراړخيزي او اغيزمني هلې ځلې وکړي .

دغه راز سناتورانو له مخالفينوسره  دروغې جوړي  اودامنيتي مسووليتونو دليږدونې په باب خبري وکړي او يي ويل ، سوله  اساسي اړتيا ده  او بايد له هري ممکني لاري  په هيواد کې دسولې اوثبات په تامينولو کې هلې ځلې وشي .

دوي دسولې دبهير په افغاني والي باندې ټينګار وکړ او ويي ويل  چې بايد په قطر هيواد کې  دخبرو دبهير رهبري افغانانو ته وسپارل شي او هم ځينو سناتورانو دسولې دبهير  دپرمختګونوله  ا مله  خوشبيني څرگنده کړه  خو ځينو يې عقيده څرگنده کړه  چې طالبان نه دخبرو ځواکمني لري او نه دروغې جوړې . که چېري هغوي دغه صلاحيت لري بايد خبري له اوربند څخه پيل کړي او ښه به وي  چې دافغانستان دولت  دسولې خبري  دپاکستان له لوري سره  چې دطالبانو اصلي ملاتړي دي پرمخ بوځي .

په پاى کې څرګنده شوه چې سوله يوه اړتيا ده اوله هري ممکنې لاري بايد ترسره شي .خو مهمه داده  چې دهيواد لس کلن ارزښتونه او برياليتوبونه وساتل شي ،  ټول اړخونه دهيواد داساسي قانون پيروي وکړي  اوپه دې بهيرکې  دښځو ، او دزيان منونکو اقليتونو حقوق له خطرسره مخامخ نه شي او دهيواد لوړو ګټو اومصالحو ته زيان  ونه رسيږي .

دغه راز له بهيرنيو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته دامنيتي مسووليتونو دليږدونې دبهير اودهغه ددويم پړاو دتطبيق په باب هم يو لړخبري  وشوي   چې زياترو غړو دهغه په مشروط برياليتوب  او دافغانستان دوسله وال پوځ  ( هوايي پوځ ، توپچې پوځ او ځمکني پوځ ) دپياوړتيا اوسمبالولو اودهيواد اقتصادي بنسټونو دپياوړتيا په برخه کې چې په خپلو پښو دافغانستان ددريدو تضمين وکړاى شي  دخپلوژمنو په باب دنړيوالې ټولنې  په عملي ملاتړ باندې ټينګار وکړ ، له دې پرته يې دامنيتي مسووليتونو دليږدونې بهير له انديښنو ډک وباله.

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

دکمه بازگشت به بالا