ټولنه

قندهار ښار ته بېځايه شويو کورنيو مرسته ترلاسه کړه

١٦- کابل /دمرغومي ٢٢ /باختر
په لسګونو کورنى چې ويل کېږي د دوى په سيمه کې د ډار اچوونکو د شتون اود فعاليت په دليل قندهار ښار ته بېځايه شوي دي بشري مرستې ترلاسه کړې .
په دغو کورنيو د څو نړيوالو او کورنيو مرسته رسوونکو بنسټونواود مهاجرينو او راستنيدونکو چارو د رياست له لارې د خوړو توکي، د کور وسايل، جامې او د ژوند نور ورځنى اړتياوو مرسته کړې ده .
د قندهار د مهاجرينو او راستنيدونکو د چارو رييس دوست ناياب باختراژانس ته وويل چې په دې پړاو کې په ١٤٠ کورنيو ته اوړه،غوړي، دال، مالګه ،ماشومانوته ځواکمن خواړه، روغتيايي بستې ، د کور او د پخلنځي ابتدايي وسايل، شړۍ ، ژمنۍ جامې او د خيمو مرسته وشوه .
د خوړو دغه مرسته شوي توکي هرې کورنۍ ته له ٣ تر ٦ مياشتو پورې په پام کې نيول شوي دي .
له بلې خوا يو بنسټ په دغو کورنيو د څښاک اوبه اود ګرځنده تشنابونو مرسته وکړه .
دغه کورنى د وسله والوطالبانو د شتون اوفعاليت په دليل له خپلو سيموڅخه د پنجوايي، ژيړي ، ميوند او ارغنداب له ولسواليو او د روزګان اوهلمند ځينو برخوڅخه قندهار ښار ته بيېځايه شوي دي او د خوړو، موقتې سرپناه درملو او پيسو ته اړتيا لري .
درپوټونوله مخې، يواځې جګړو روان کال په افغانستان کې ٤٥ زره کورنى نورو ځايونو ته بېځايه کړي دي.
ختم_ شکريه – ا

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا