خبرونه

لسګونه طالبان په روزګان کې ووژل شول

کابل / د لیندۍ ۳ مه / باختر

د وسله والو طالبانو لسګونه غړي په روزګان کې له افغان ځواکونو سره په نويو جګړو کې ووژل شول.

په وژل شويو کسانو کې څو پاکستاني جګړه ماران هم شامل دي.

دغه جګړې تېره شپه او نن د دهراوود، چارچينو او خاص روزګان ولسواليو په ځينو سيمو او ترينکوټ ښار ته څېرمه رامنځته شوې دي.

د هېواد په جنوب کې د اتل قول اردو يوه جګپوړي مقام باختر آژانس ته وويل چې په دغو جګړو کې ٣٩ وسله وال طالبان وژل شوي او لسګونه نور یې ټپيان شول.

هغه تاييد کړ چې په وژل شويو کې څو پاکستاني جګړه ماران هم شامل دي.

د رارسېدلو خبرونو له مخې؛ دغه جګړې د افغان ځواکونو پر پوستو او  کاروانونو د وسله والوطالبانو له بريدونو وروسته رامنځته شوې دي.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

ختم- ج-اکرم

 

 

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا