امنیت

لس تنه تروريستان ونيول شول

کابل باختردسلواغې دمياشتې   ٣ :

دکندهار ولايت امنيتي منسوبينو په تيره يوه اوونۍ کې دوه پنځه کسيزي ډلې تروريستان نيولي دي .

امنيتي مقامات وايي دغو کسانو دکندهار ولايت په مرکز او اړوندو ولسواليو کې  په تروريستي او ډار اچوونکو عملونو اودقومي مخورو په ترورکې لاس درلود.

دکندهار ولايت دامنيې قوماندانۍ  دامنيت آمر سمونوال رحمت الله اطرافي دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل له دغو کسانو څخه يوه اندازه وسلې اومهمات  چې دولس کلاشينکوفونه ، يوه پيکا، يو توغندي ويشتوونکې ، دوه تومانچې  ، دکلاشينکوف  څلور شارژورونه ، دوه دوربينونه  دوه لاسي بمونه او يوه اندازه مهمات شامل دي  ترلاسه شوي دي.

دخبرځاى دڅرگندونوله مخې  ددغې ډلې قوماندان  ملا عبدالمتين  په تحقيقاتو کې دقومي مخورو اودولتي مامورينو په وژلو کې په خپل جرم اعتراف کړي دي . پيښه ترڅيړنې لاندې ده .

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

دکمه بازگشت به بالا