امنیت

لس تنه په بلخ کې ونیول شول

٢٦- کابل / د مرغومي ۶ / باختر
د بلخ پولیسو ١٠ تنه په دغه ولایت کې د بېلابېلو جنايي جرمونوپه اړوند ونیول.
د بلخ د امنیې قوماندانۍ ویاند عادل شاه عادل باخترآژانس ته وویل چې د دغې قوماندانۍ منسوبینو د وسله والو طالبانو ٣ غړي د چاربولک ولسوالۍ، ٤ تنه نورله طالبانوسره د همکاری او د عشر او زکات د را ټولولوپه اړوند، یوبل کس د یوې ښځې او د ٤ زامنود وژلو او ٢ تنه نور د نشه يي توکو د قاچاقو په اړوند د دغه ولایت د مزارشریف ښاراو د چمتال او چاربولک ولسوالیو په مربوطاتوکې ونیول.
په نیول شویوکسانوکې یوسړی شامل دی چې ۹ میاشتې مخکې خپله میرمن او ٤زامن وژلي وو او له طالبانوسره یوځای شوی و.
پای-ع

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا