خبرونهامنیت

لس طالبان په قندهار کې ووژل شول

کابل / د لیندۍ ۲۹ مه / باختر
په قندهار کې ۱۰ وسله وال طالبان د هېواد د هوايي قواوو په بریدونو کې ووژل شول.
پر دغو طالبانو تېره شپه په میوند او شاولیکوټ ولسوالیو کې بریدونه وشول.
د هېواد په جنوب کې یو جګپوړي پوځي مقام باختر آژانس ته وویل چې پر دغو طالبانو هغه وخت بریدونه وشول چې غوښتل یې د پوځيانو پر څو پوستو برید وکړي.
هغه د یو سیمه ییزقوماندان په ګډون د لسو وسله والو طالبانو وژل کېدل تاييد کړل.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د یو بل خبر له مخې:
د قندهار په ګڼ مېشتو لارو کې د ۱۵ ماینونو په کشف او شنډولو سره د یولړ چاودنو مخه ونیول شوه.
د دغو ماینونو د ښځولو په تړاو تراوسه څوک نه دي نیول شوي.
پای/ع

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا