
کابل / د لړم ۲۳ مه / باختر
لس وسله وال طالبان تېره شپه په کندز کې ووژل شول.
د کندز د والي وياند عصمت الله مرادي باختر آژانس ته وويل چې دغه وسله وال طالبان هغه وخت ووژل شول چې د دغه ولايت د امام صاحب ولسوالۍ پر بالاحصار بريد وکړ.
مرادي زياته کړه: د کومکي ځواکونو په رسېدو د دې ترڅنګ چې وسله والو طالبانو ماته وخوړه، د دغې ډلې ١٠ غړي هم ووژل شول او ۵ نور یې ټپيان شول او د هغوی څو جنګي وسايل هم د امنيتي ځواکونو لاسته ورغلل.
د کندز د والي وياند وويل: په پېښه کې د ملي اردو ۵ سرتېري شهيدان او ٢نور يې ټپيان شول.
پاى \ ذ