
کابل/ د ليندۍ٢١مه/ باختر
لس وسله وال طالبان تيره شپه د قندهار په ژيړي ولسوالۍ کې ووژل شول.
د باخترآژانس د خبرله مخې: د هېواد په جنوب کې د اتل قول اردو ديوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي دغه وسله وال طالبان د دغه ولايت دژيړي ولسوالۍ په مربوطاتو کې دهېواد دهوايي ځواکونو په بريدونو کې ووژل شول.
ويل کيږي په دغو هوايي بريدونو کې د وسله والو طالبانو جنګي وسايل هم له منځه وړل شوي دي.
دغو وسله والو طالبانو په سيمه کې پرامنيتي پوستو د بريدونو نيت درلود چې د هېواد دهوايي ځواکونو له لورې پرې بريدونه وشول.
پاى \ ذ