TOPتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

له شرایطو سره برابره پرېکړه

٧- کابل / د مرغومي ۱۸مه / باختر
په دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د لاسلیک شوې هوکړې له مخې له افغانستان څخه د امریکایي پوځیانو د وتلو بهیر پيل شوی دی؛ خو د ناټو سرمنشي ستولتینبرګ وایي چې دوی به د وتلو په اړه پرېکړه د شرایطو په رڼا کې کوي.
د باختر آژانس مفسر دا موضوع څېړلې ده او لیکي:
د ناټو سرمنشي پرون یوې خبري غونډې ته په وینا کې وویل چې ۲۰۲۱ کال د ناټو لپاره یو مهم کال دی او دا ځکه چې ناټو به پرېکړه کوي په افغانستان کې پاتې شي او که ووځي. پخوا به د ناټو سرمنشي تل ویل چې دوی له امریکایانو سره یوځای افغانستان ته تللي دي او که د وتلو خبره وي؛ نو یوځای به له افغانستانه وځي؛ خو پرون د ناټو سرمنشي ستولتینبرګ وویل چې د دوی پرېکړه د شرایطو له مخې کېږي.
دا شرایط د سرمنشي په وینا کوم دي؟ تر هرڅه وړاندې طالبان باید له امریکایانو سره د لاسلیک شوې هوکړې په رڼا کې له نړیوالو ترهګرو ډلو سره خپلې ټولې اړیکې پرې کړي او د هغوی مرسته، ننګه او ملاتړ ونه کړي. د سرمنشي په وینا؛ دا یو مهم شرط دی.
همدارنګه ده زیاته کړې ده: موږ باید ډاډ ترلاسه کړو چې افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو پر پټنځای نه بدلېږي. دا هم د ده په وینا یو بل مهم شرط دی.
همدارنګه ده زیاته کړې ده چې دوی به واقعیتونه ارزوي، شرایط به ارزوي او بیا به پرېکړه کوي، یاتې دوی به ګوري چې آیا طالبانو له ترهګرو سره خپلې اړیکې پرې کړې دي او که نه؟ آیا افغانستان بیا د نړیوالو ترهګرو لپاره پر یو پټنځای د بدلېدو له ګواښ سره مخ دی او که نه؟ او بیا به د دغو پوښتنو د ځوابونو په رڼا کې پرېکړه کوي.
ټاکل شوې ده راروانه میاشت د ناټو له دفاع وزیران سره جرګه شي. د هغوی د بحث یوه مهمه موضوع به هم په افغانستان کې د پاتې کېدو او یا نه پاتې کېدو وي. خو لکه پورته چې وویل شول؛ د ناټو مشران به د افغانستان شرایط په پام کې نیسي او بیا به پرېکړه وکړي. دلته څو مسئلې دي چې باید رڼا پرې واچول شي.
ترهرڅه وړاندې مهمه خبره دا ده چې ناټو په دوحه کې د امریکایانو او طالبانو ترمنځ د لاسلیک شوې هوکړې کوم لوری نه دی، لکه افغانستان یې چې لوری نه دی. دا سمه ده چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي او نورو لوړپوړو امریکایي مقاماتو د خبرو په هر پړاو کې د ناټو له سرمنشي او نورو مشرانو سره سلامشورې کړي دي؛ خو د دغه هوکړه لیک په اړه کوم حقوقي مکلفیت نه لري. اوس که امریکایان د هوکړې په رڼاکې له افغانستانه ووځي، پوښتنه دا ده چې ناټو به د امریکایانو له شتونه پرته دلته پاتې شي؟ دې پوښتنې ته لا روښانه او غوڅ ځواب نشته. اټکل دا دی چې ناټو به هره پرېکړه له امریکایانو سره په تفاهم او همغږۍ کې کوي.
د افغانانو لپاره مهمه خبره دا ده چې باید ناټو او نور نړیوال بنسټونه چې په یو نه یو ډول د افغانستان په قضیه کې ښکیل دي، د سولې خبرو د پيل شوي بهیر بشپړ ملاتړ وکړي او د سراسري اوربند د ټینګولو او تاوتریخوالي کمولو لپاره کار وکړي. د افغانانو هیله او تمه دا ده چې اوربند ټینګ شي او دا ځکه چې د تاوتریخوالي روانه څپه د زغم وړ نه ده. که اوربند ټینګ شي؛ نوله شک پرته دا به د سولې خبرو په ښه پرمخ بیولو کې مرسته وکړي، د باور فضا به رامنځ ته کړي او همدارنګه د ناټو په ګډون د نړیوالو ځواکونو وتلو ته به لاره سیخ کړي.
پای/ن.ش

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا