خبرونهاقتصاد

له قندهار څخه هندوستان ته الوتنې بېرته پيلېږي

کابل / د مرغومي لومړۍ / باختر
ټاکل شوې ده له قندهار څخه هندوستان ته الوتنې تر راتلونکو پنځو ورځو پورې له سره پيل شي.
د نشه يي توکو د قاچاقو زياتوالى او د کرونا بحران هغه علتونه بلل شوي دي چې هندوستان يې اړ کړ چې د قندهار د احمدشاه بابا له نړيوال هوايي ډګر څخه الوتنې وځنډوي.
د قندهار د رسنيو دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې اوس دغه ستونزې لرې شوې دي او ټاکل شوې ده د هند نوي ډيلي ته د قندهار له نړيوال هوايي ډګر څخه د الوتنې بهير د شنبې له ورځې څخه بيا پيل شي.
د چلنجونو د لرې کولو موخه هندوستان ته د قندهار له هوايي ډګر څخه د نشه يي توکو د قاچاقو د مخنيوي په لاره کې د افغانستان د حکومت هلې ځلې دي.
د کورنيو چارو وزارت پرون د قندهار د احمدشاه بابا په نړيوال هوايي ډګر کې يوه دستګاه ودروله چې کولاى شي په ٣ دقيقو کې د نشه يي توکو د قاچاقو مشکوک کسان له رواني پلوه وپېژني.
پاى \ ج \ ذ

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا