ټولنه

له پیښو سره د مبارزې ملي کمیټې د بدخشان په ولایت کې د واورې ښوئیدنې د پیښو له زیانمنو شویو کسانو سره د اتو ملیونو افغانیو مرسته وکړه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس حامدکرزي د لارښوونې له مخې، له پیښو سره د مبارزې ملي کمیټې د بدخشان په ولایت کې د واورې ښوئیدنې د پیښو له زیانمنو شویو کسانو سره د اتو ملیونو افغانیو مرسته وکړه.

د هېواد جمهوررئیس د بدخشان په ولایت کې د واورې ښوئیدنې له امله زموږ د یو شمېر هېوادوالو پر مرګ ژوبله په ژوره توګه خواشینی شوی او د دغه ولایت له والي سره د پرله پسې اړیکې په ترڅ کې یې هغه ته لارښوونه کړې ده چې د دغو پیښود زیانمنوشویو کسانو حالت وڅيړي.

د بدخشان د والي ډاکتر شاه ولي الله ادیب په وینا د روان کال د جدي په ۲۶مه د بدخشان ولایت  په څو ولسوالیوکې د واورې ښوئیدنې له امله زموږ۴۶ تنه هېوادوال چې په هغوکې ښځې او ماشومان هم شامل دي، شهیدان او ۶۰ تنه نور ټپیان شول.

ده، وویل چې په دغو پیښوکې ۸۰۰ څاروي له منځه تللي او د بدخشان د څو ولسوالیو ترمنځ غزیدلې  لارې هم بندې شوې دي.

د بدخشان والي د هېواد د جمهوررئیس د لارښوونې له مخې د دغه ولایت ټولو هغو ولسوالیو ته چې  د واورې ښوئیدنې له امله خلکو ته پکې زیان رسیدلی دی، سفر کړی او پر زیانمنو شویو کسان باندې یې د افغانستان د حکومت بیړنۍ مرستې ویشلې دي .

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

دکمه بازگشت به بالا