خبرونهروغتیا

له کرونا ويروس سره د مبارزې د کميټو کارونه وڅېړل شول

٤٢- کابل/د ليندى ٣٠مه/باختر
دعامې روغتيا وزارت د پلان او پاليسۍ معين ډاکتر بشيرنورمل د (٨ صبح ) د غونډو په لړ کې له کرونا ويروس سره د مبارزې د کميټو کارونه وڅېړل.
د باختراژانس د خبرله مخې ؛ له کرونا ويروس سره د مبارزې د کميټو مسوولينو د روغتونونو، لابراتوارونو، پوهاوي ورکولواود کرونا ناروغانو د کورني څارنې په اړه د خپلو کارونو اوستونزو رپوتونه وړاندې کړل.
د عامې روغتيا وزارت د پلان اوپاليسي معين له کرونا ويروس سره د مبارزې د کميټو د کارونو د څېړنې ترڅنګ په هېواد کې د کرونا ويروس د دويمې څپې د خپرېدو د مخنيوي په اړوند د هغوى د کاري چارو په ښه والي ټينګاروکړ او د اړوندو ادارو له مسوولينوڅخه يې وغوښتل چې خپل کارونه دې له يوبل سره په همغږى کې زيات پياوړي کړي
ډاکترنورمل دغه راز د زابل ، روزګان او د نورستان د عامې روغتيا له رييسانوسره د ويديو کنفرانس له لارې اړيکه ونيوله او د کرونا ويروس د دويمې څپې د خپرېدود مخنيوي په اړوند يې په دغه ولايتونو ستونزې وڅېړلې .
ختم_ ج_اکرم

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا