سیاست

مارشال محمد قسيم فهيم د ايران دکورنيو چارو له وزير سره و کتل

د  افغا نستان د اسلا مي جمهوريت اود ايران د اسلا مي جمهوريت ترمنځ ددوستانه اړيکو ټينګښت  اوددوا ړو هيوادو نو ترمنځ د هراړخيزو همکاريو پراختيا نن مازيګر د جمهوري رياست د لو مړۍ مرستيال مارشال محمدقسيم فهيم اود ايران د اسلا مي جمهوريت د کورنيو چارو د وزير ښاغلي مهندس مصطفي محمد نجار ترمنځ دخبرو محور و

د جمهوري رياست مطبو عا تي دفتر د باختر ا طلاعاتي ا ژانس ته خبر ورکړ :

 په دې کتنه کې چې دصدارت په ماڼې کې وشوه د جمهوري رياست لو مړۍ مرستيال ددواړو هيوادونو ايران او افغا نستان ترمنځ دوستې اود ښه ګاونډيتو ب اړيکي ددواړو هيوادونو په تاريخ کې د ژورو جرړو لرونکي وبللي او وي ويل چې دغه دوستې له ديني او فرهنګي اشتراکا تو سره جوخته ده

د جمهوري رياست لو مړۍ مرستيال د ايران په اسلا مي جمهوريت کې زموږ د هيواد والو پراخ شتون ته په پاملرني سره څرګنده کړه چې د ايران په اسلا مي جمهوريت کې ددوي داستوګنې دښو زمينو برا برول هغه ګډ ټکى دى چې غواړو ددوا ړو هيوادو نو ترمنځ په تفاهم سره حل شي او هيله لرم چې د ايران اسلا مي جمهوريت په دې اړوند هيڅ راز همکاري ونه سپموي

د ايران د اسلا مي جمهوريت د کورنيو چارو وزير ښاغلي مهندس مصطفي  محمدنجار په دې کتنه کې له هغو افغان مهاجرينو سره د چلند دڅرنګوالى په باب د معلو ما تو د وړا ندې کولو په ترڅ کى چې په غير قانوني ډول ايران ته تللي دي وويل موږ هلې ځلې کوو چې په خپل هيواد کې د هغوي شتون قانونمند کړو

ده دغه قا نونمند ي په ايران کې دميشتو مهاجرو افغا نا نو د حقوقو دسا تنې لپاره وبلله او زيا ته يي کړه چې د ايران اسلا مي جمهوريت په دې اړوند هر را ز همکاري ته چمتو دي

د ايران د اسلا مي جمهوريت د کورنيو چارو له وزير سره د جمهوري رياست دلو مړۍ مرستيال په نننۍ کتنه کې په کا بل کې دايران د اسلا مي جمهوريت لوى سفير اوفوق العاده استا زي ښاغلي فداحسين مالکى هم شتون درلود

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

دکمه بازگشت به بالا