فرهنګ

محمدطاهر زهير: د ژورناليستانواوخبريالانو د شورا ستونزې او وړانديزونه څېړل کېږي

کابل/ دلړم ٢٢ مه / باختر
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهرزهير د افغانستان د ژورناليستانوشورا له اجراييه هيئت سره د هېواد د خبريالانو د حالت په اړه لېده کاته اوخبرې اترې وکړې.
په دې غونډه کې د افغانستان د ژورناليستانو د شورا لوى رييس حفيظ الله بارکزي اود دغه شورا رييسانواو اجراييه هيئت د خبريالانو د ستونزو د څرنګوالي، خبريالانوته د کارموندنې، د خبريالانو د نه خونديتوب، د ګډې کمېټي او د عدلي او قضايي ارګانونو ترمنځ د خبريالانو د هغو دوسيو په شمېر کې د توپير چې پړاونه يې بشپړ شوي دي خبريالانوته د وياندويانو له خوا د اطلاعاتو په لاسرسي کې د نه همغږى ، د خبريالانو په وړاندې د موجودو ګواښونو، په رسنيو کې د کار د قانون د نه تطبيق د خبريالانو د مالي حقوقو او فزيکي کاري خونديتوب ته نه پاملرنه په ګډه کمېټه کې د ژورناليستانو شورا د استازي د نشتوالي په اړه خبرې وشوې چې د دغو ستونزو د لرې کولواو د حل د لارو د موندلو په اړوند خبرې وشوې.
په دې غونډه کې د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت سرپرست د ژورناليستانو شورا ستونزو او وړانديزونو ته ځانګړي پاملرنه وکړه اوژمنه يې وکړه چې دغه ستونزې به په لازم ډول وڅېړل شي.
ختم_ ج _اکرم

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا