خبرونهفرهنګ

محمدطاهر زهير د کابل د فرهنګي حوزې د جامع طرحې پرتدوينولو ټينګاروکړ

کابل/ د مرغومي٤مه / باختر

د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د سرپرست محمدطاهرزهير په مشرۍ نن  د کابل د فرهنګي حوزې (زون) د جوړولو په خاطر غونډه شوه.

د باخترآژانس خبريال د خبرله مخې؛ په دې غونډه کې چې د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت مشرتابه هيئت په ګډون جوړه شوه، د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د پاليسۍ او پلان رييس عبدالمقيم افغان  د کابل د فرهنګي حوزې (زون) د جوړولو د طرحې په اړه معلومات ورکړل.

هغه زياته کړه  چې د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت  د پروګرام  او د هېواد د جمهوررييس د نظر له مخې د کابل فرهنګي حوزه جوړېږي چې فرهنګي، هنري، مطبوعاتي او ورزشي مجتمع، لرغونې ساحې او د لرغون پېژندنې پارک او د ګرځندوى ساحې به پکې شاملې وي.

هغه زياته کړه چې په دې حوزه کې محمودخان پل، شيوه کيو دغرونو لمنې، نادرخان غونډۍ ، حشمت خان کول او د کابل بالاحصار راځي.

د پاليسې او پلان رييس څرګنده کړه چې دا طرحه په راتلونکې غونډه کې له اړوندو ادارو او  د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت  له همکارو بنسټونو سره شريک کېږي او د هغوى  د نظريو  له وړاندې کولو او بډاينې وروسته د منظورۍ او دعملي کار د پيل په خاطر د جمهوري رياست مقام ته وړاندې کېږي.

دغه راز په دې غونډه کې د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت مشرتابه هيئت د دغې طرحې د بډاينې په خاطر خپلې نظريې وړاندې کړې.

وروسته د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست د دغې طرحې د چمتو کولو په خاطر  د پاليسۍ اوپلان له رياست څخه په قدردانۍ سره  د تاريخي ساحو او ابداتو او په تېره بيا د کابل د بالاحصار لرغونتيا او ارزښت ته اشاره وکړه.

هغه وويل چې د کابل بالاحصار د منځنۍ آسيا په کچه له مهمو تاريخي اماکنو څخه دى  او څه ناڅه ٥ زره  کاله لرغونتيا لري ، ٢٠ کاله د ظهيرالدين بابرشاه  د سلطنت پايتخت و د تيموريانو له دوري څخه د اميرعبدالرحمن خان تر واکمنۍ پورې د سلطنت لپاره  مهم ځاى و.

دغه راز د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست د کابل د فرهنګي حوزې (زون) د جوړولو د طرحې د کار پر بشپړولو او په دې لاره کې دعملي کار د پړاوونو پر بشپړولو او پيل ټينګاروکړ.

پاى \ ذ

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا