خبرونهفرهنګTOP

محمدطاهر زهير: ټول خلک دې د لرغونو آثارو د قاچاقو د مخنيوي، غير قانوني کيندنو او ملي موزيم ته د تاريخي آثارو د راستنولو په برخه کې همکاري وکړي

کابل / د لیندۍ ۲۳ مه / باختر
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست محمدطاهر زهير پرون ملي موزيم ته د تاريخي آثارو د سپارلو په مراسمو کې له ټولو هېوادوالو څخه وغوښتل چې د هېواد د تاريخي آثارو په ساتنه کې له دغه وزارت سره همکاري وکړي.
د باختر آژانس خبریال د خبر له مخې؛ په دغو مراسمو کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست د هېواد له هغو امنيتي مسوولینو او منسوبینو څخه چې د تاريخي آثارو په کشف، ضبط او راستنولو کې یې هلې ځلې کړې دي؛ مننه وکړه.
هغه وويل: له بده مرغه د٤٠ کلونو جګړو په اوږدو کې په هېواد کې ويجاړيو، د روايتونو له مخې د ملي موزيم له ٨٠ څخه تر١٠٠ زرو قلمه پورې ارزښتناک او قيمي آثار له ملي موزيم څخه لوټ کړاى شول او اروپا ته ورسېدل او د هېواد ملي موزيم ته نه جبيره کېدونکى زيان ورسېد.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست د هېواد له ټولو خلکو څخه وغوښتل چې د لرغونو آثارو د قاچاقو د مخنيوي، غيرقانوني کيندنو او د هېواد د تاريخي آثارو د ساتنې په برخه کې له اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سره همکاري وکړي.
هغه دغه راز د هېواد په ګوټ ګوټ کې له هغو کسانو څخه چې ور سره تاريخي آثار شته، هم وغوښتل چې د لرغونو آثارو د ساتنې په خاطر دې دغه آثار ملي موزيم ته وسپاري.
په دغو مراسمو کې د حامدکزي نړيوال هوايي ډګر د ګمرک مسوول شمس الحق الکوزي د هغو آثارو په اړه چې د هوايي ډګر د ګمرک مسوولینو ترلاسه کړي او ملي موزيم ته يې سپارلي دي؛ معلومات ورکړل.
وروسته ملي موزيم ته د تاريخي آثارو د سپارونکو په استازيتوب عبدالعظيم حکاک زاده خبرې وکړې او د ملي موزيم د بډاينې او د هېواد د تاريخي شتمنيو د ساتنې په برخه کې د خلکو همکاري مهمه وبلله.
دغه راز د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معين پوهاند محمد رسول باوري د باختر آژانس خبريال ته وويل چې د تاریخي آثارو ۲ زره ٢٢٥ ټوټې چې مسکوکات، خټين لوښي، توره، قمه، د اتنوګرافۍ يو شمېر وسايل او خطي نسخې پکې شته؛ د تېرو شپږو مياشتو په بهير کې د امنيتي منسوبینو او خلکو په همکارۍ ترلاسه شوي او ملي موزيم ته سپارل شوي دي.
د مراسمو په پاى کې هغو کسانو ته چې ملي موزيم ته يې د تاريخي آثارو په راستنولو او سپارلو کې هلې ځلې کړې دي؛ ستاينليکونه ورکړل شول او د مراسمو ګډونوالو هغه آثار وکتل چې ملي موزيم ته سپارل شوي دي.
پاى \ج \ ذ

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا