سیاستTOPروغتیا

محمد اشرف غني: په لومړي پړاو کې به شل سلنه افغانان د کرونا واکسین تر لاسه کړي

کابل/ د لیندۍ ۱۵مه/ باختر
جمهوررییس محمد اشرف غني نن د ملي روغې جوړې عالي شورا د پرانیستغونډې په پای کې وویل چې په لومړي پړاو کې شل سلنه افغانان د کرونا واکسین تر لاسه کړي.
جهوررییس زیاته کړه چې په دویم پړاو کې به نور څلوېښت سلنه افغانان هم د کرونا واکسین ترلاسه کړي. جمهوررییس د کرونا د دویمې څپې د راتګ خبرداری ورکړ او ویې ویل چې تر اوسه یې د دغې دویمې څپې د مقابلې لپاره له اړوندو ادارو سره اته غونډې کړي دي.
د یادولو وړ ده چې په یو شمېر هېوادونو کې لکه امریکا، بریتانیا، روسیه او نورو کې د کرونا واکسین تطبیق پيل شوی دی.

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا