فرهنګTOP

محمد طاهرزهير: سا ټلويزيون کولاى شي په تورتم کې لکه لمر وځلېږي او د خلکو ترمنځ د مينې اوپيوستون پيغام خپور کړي

– کابل / د ليندۍ ١٤مه /باختر
سا ديجيتلي ټلويزيون له روزنيزې اوتفريحي تګلارې سره نن د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت د سرپرست محمد طاهر زهير، د ملي امنيت شورا د سلاکار داوود ناجي ، د پارلمان د استازو او د هېواد د يوشمېر علمي اوفرهنګي شخصيتونو په ګډون په جوړوشويو مراسمو کې پرانيستل شو.
د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهر زهير په دې مناسبت په خپلو خبرو کې د سا ټلويزيون پرانيستل په هېواد کې د فرهنګ جوړولو او د فرهنګ د توليد لپاره يوه دريڅه وبلله او هيله يې څرګنده کړه چې د سا ټلويزيون له دريڅې څخه د افغانستان خلکو ته ګټور او اغيزمن پروګرامونه وړاندې شي.
زهير د سا ټلويزيون د جوړېدو مبارکي وويله او هغه يې د افغانستان د رسنيو ترمنځ نوي اوتازه سا وبلله او ويې ويل: هيله لرو چې د سا روزنيز او فرهنګي پروګرامونه به د هغو تلويزيونونو د پروګرامونو په پرتله يوه استثنا وي چې يوازې سياسي برنامې خپروي.
د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست د خپلو خبرو په دوام فرهنګ د يو هېواد لپاره د يو حياتي عنصر په توګه ضروري وباله اوزياته يې کړه چې هيڅ هېواد له فرهنګي ودې پرته هيڅکله سوکالۍ او نيکمرغۍ ته نه دی رسيدلى .
هغه يوشمېر مخ په ودې هېوادونو ته په اشارې سره د فرهنګ عنصر د دغو هېوادونو په جوړولو او پرمختيا کې حياتي وباله .
دغه راز د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت سرپرست څرګنده کړه چې افغانستان د څه ناڅه شپيتو کلونوپه بهير کې اوس هم د نړۍ له ډيرو بېوزلو هېوادونو څخه دى او په دې دليل دى چې د دغو کلونو په اوږدو کې فرهنګ ته زياته پاملرنه نه ده شوې.
هغه زياته کړه: هېله لرم چې سا ټلويزيون د خلکو پر فرهنګ اغېزه وکړي او په تورتم کې لکه لمر وځلېږي او د خلکو ترمنځ د مينې او پيوستون پيغام خپور کړي.
دغه راز د معرفت د مدني ظرفيت د لوړولو موسسې د مديره هيئت رييس رضاکاتب د سا روزنيز او تفريحي ټلويزيون پرانيستل په معرفت کې له ستراتيژيکي هدفونو څخه وبلل او ويې ويل چې د سا ټلويزيون د خپرونو پيل په معرفت کې د روزنې د بهير دوام دى.
هغه د معرفت له ټولو مينه والو څخه د همکارى په غوښتنې سره وويل: سا ټلويزيون په ټولنه کې د ازادى د ودې او د خلاق تفکر د پياوړتيا او بډاينې په لاره کې فعاليت کوي او د هېواد د رسنيو ترمنځ به د لوړ غږ په توګه ارزښتناک رول ولري.
هغه زياته کړه چې د سا ټلويزيون تاسيس له جګړې د راوروسته نسل تجربه ده او ټولنې ته به له مدرنې نړى سره پيوند ورکړي .
د ملي امنيت شورا سلاکار داوود ناجي هم د سا د روزنيز او تفريحي ټلويزيون پرانيستل په هېواد کې د ټلويزيوني پروګرامونو د تخصصي کولو لپاره يوه دريڅه وبلله.
سا ديجيتلي ټلويزيون په بېلا بېلو پروګرامونوسره په ٢٤ ساعته ډول په فعاليت پيل کوي .
اوس د ځوانانواوتنکيو ځوانانو او نورو د ځواکمني کولو له موضوع سره ژوندښکلي پروګرام، د علمي او ادبي کتابونوپه معرفي کولواو د مطالعې په موضوع سره د کتاب لوستلو پروګرام، د نړۍ دغوره سينمايي فلمونو د معرفي کولو په موضوع سره، د سينما شپه پروګرام او د ورزش په موضوع سره د شنه کارت پروګرام په ګډون ګڼ پروګرامونه خپرولو ته چمتودي.
ختم_ ج _اکرم

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا