
کابل / د مرغومي ١٩مه / باختر
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهر زهير پرون د ډاکټر محمد يعقوب يسنا د “روشنګري افسون” کتاب د مخکتنې په غونډه کې پر فرهنګي پراختيا ټينګار وکړ.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دې غونډه کې محمد طاهر زهير وويل چې په افغانستان کې د مطالعې او کتاب خپرولو فرهنګ ډېر لږ دى او د “روشنګري افسون” کتاب چاپېدل کولاى شي د مطالعې او نشر د فرهنګ د پياوړي کېدو په برخه کې مرسته وکړي.
زهير زياته کړه چې په هېواد کې د کره کتنې فرهنګ بايد جدي شي او کتاب په هغه بڼه چې دى؛ بايد کره کتنه یې وشي. هغه پر فرهنګي پراختيا ټينګار وکړ او ويې ويل چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د کتابونو په نشر او خپراوي کې د هېواد له ليکوالو سره مرسته کوي.
د خامه پرس خبري آژانس مسوولې مدیرې فاطمې هاشم، ډاکټر يعقوب يسنا يو پياوړى ليکوال وباله او ويې ويل چې هغه د علاقې وړ څو آثار او علمي مقالې چاپ کړې دي.
د هغې په باور؛ دغه کتاب پر ساده ليکنې ټينګار کړى او مخاطب عقلاني تفکر ته رابولي.
د هېواد ليکوالې ډاکټرې حميرا قادري د ياد کتاب د جنسي تبعيض برخه نقد کړه او ويې ويل چې په ټولنه کې نه يوازې ښځې بلکې نارينه هم د جنسي تبعيض قرباني شوي دي.
هغې زياته کړه چې د دغه کتاب يوه نقيصه د مطالبو د ښه سمون نشتوالى دى.
دغه کتاب په کابل کې مقصودي انتشاراتو موسسې په يو ټوک او ٤٧۵ مخونو کې چاپ کړى دى.
پاى \ ذ