خبرونهفرهنګTOP

محمد طاهر زهير د هېواد د اوسنيو ستونزو په حل کې د فرهنګ پر رول ټينګار وکړ

۳۷- کابل / د لیندۍ ۲۹ مه / باختر
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نن د يو شمېر ليکوالو او فرهنګيانو په ګډون د ارواښاد رهنورد زرياب يادغونډه جوړه کړه.
د افغانستان يو نوموتی داستان ليکونکى محمد اعظم رهنورد زرياب د ليندۍ په ٢١مه (د جمعې په ورځ) د هغې ناروغۍ له امله چې ورپېښه شوې وه؛ له نړۍ سترګې پټې کړې.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دې غونډه کې چې (د رهنورد زرياب ياد) ترنامه لاندې جوړه شوې وه، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهر زهير په ټولنه کې د هنر او فرهنګيانو د مقام په اړوند خبرې وکړې او ويې ويل: د استاد زرياب د جنازې او دعا په مراسمو کې د ليکوالو او فرهنګيانو پيکه شتون د دې ښکارندوى دى چې په افغانستان کې فرهنګ څنډې ته تللى دى او د ٤٠ کلونو جګړو او ناخوالو په بهير کې فرهنګي ارزښتونه پيکه شوي دي. زهير ټينګار وکړ چې فرهنګ بايد له څنډې څخه متن ته راوستل شي.
هغه زياته کړه: هغه لګښت چې د امنيت په برخه کې مصرفېږي، که لږه برخه يې په فرهنګي کارونو کې ولګول شي، موږ به له نن څخه ښه حالت او شرايط ولرو.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست د خپلو خبرو په دوام وويل: په فرهنګي کارونو سره کولاى شوو سوله، دوستي، مينه او وطنپالنه رواج کړو، ځکه د نېکمرغۍ لاره فرهنګ دی؛ هغه لاره چې له بده مرغه په دغو کلونو کې تړلې ده.
زهير فرهنګ ته پر لومړيتوب ورکولو ټينګار وکړ او ويې ويل: زموږ د ټولنې اوسنۍ ستونزې کېداى شي د فرهنګ له لارې مهار شي.
په دې غونډه کې يو شمېر ليکوالو او فرهنګيانو د زرياب د شخصيت او ژوندانه پر بېلابېلو اړخونو خبرې وکړې.
پاى\ ذ\ع

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا