خبرونهفرهنګ

محمد طاهر زهير: سفيران د افغانستان د ملي فرهنګ او هويت په منعکس کولو کې ارزښتناک رول لري

کابل / د لیندۍ ۱۰ مه / باختر
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست او نوماند وزير محمد طاهر زهير په ايټاليا کې د افغانستان له سفير خالد احمد زکريا سره وکتل.
په دې کتنه کې لومړى خالد احمد زکريا سيمې او نړۍ ته د افغانستان د اصيل فرهنګ په معرفي کولو کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د کليدي رول او په بېلاېيلو برخو کې يې د افغانستان او ايټاليا ترمنځ د فرهنګي اړيکو د ودې او ټينګښت په اړه خبرې وکړې.
هغه د ملي موزيم، د فلم صنعت، ټلويزيون، مستند جوړولو، ارکستر، موسيقۍ او د باختر خزانې او طلاتپې د آثارو د نندارتون په برخو کې د ايټاليا د چمتووالي په اړه هم معلومات ورکړل.
په ايتاليا کې د افغانستان نوي ټاکل شوي سفير دغه راز په راتلونکي کال کې د افغانستان او ايټاليا د ډيپلوماتيکو اړيکو د ۱۰۰مې کاليزې د نمانځنې خبر ورکړ.
وروسته د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست او نوماند وزير محمد طاهر زهير په ايټاليا کې د افغانستان د سفير په توګه خالد احمد زکريا ته د ټاکل کېدو مبارکي وویله او د څلورو مشخصو ټکو (د تاريخي آبداتو د ساتنې او ترميم، د باختر خزانې نندارتون د جوړولو او د فرهنګي تبادلاتو او د رسنيو او د فلم صنعت) په اړوند خبرې وکړې او هغه يې د دواړو هېوادونو ترمنځ د فرهنګي اړيکو د ودې او پراختيا لپاره بستر وباله.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست په خپلو خبرو کې د تاريخي آبداتو د ساتنې او ترميم په اړه د ايټاليا پر همکارۍ چې په دې برخه کې مخکښه ده، ټينګار وکړ او د افغانستان د باميانو او د ايټاليا د متيرا ښار د (خورلڼۍ) هوکړه ليک په اړه یې په ايتاليا کې د افغانستان سفير ته معلومات ورکړل او ايټاليا يې سرخلاصی موزيم وباله.
محمد طاهر زهير دغه راز د دواړو هېوادونو ترمنځ د يو رسمي هوکړه ليک له مخې د باختر خزانې نندارتون د جوړولو، د ملموسو او غير ملموسو فرهنګي ميراثونو په برخه کې د سمينارونو د جوړولو او د رسنيو په برخه کې د روزنيزو پروګرامونو په اړوند خبرې وکړې.
ختم- ج -اکرم

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا