خبرونهامنیتفرهنګTOP

محمد طاهر زهير له امنيتي مسوولینو څخه وغوښتل چې په هېواد کې د خبريالانو او رسنيو لپاره امنه فضا برابره کړي

۴۱- کابل / د مرغومي۱۳مه / باختر
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهر زهير نن په يوه خبري غونډه کې، په هېواد کې خبريالانو ته د عدالت غوښتنې او ننګونو ته يې د لازمې رسيدګۍ غوښتنه وکړه او له امنيتي مسوولینو څخه يې وغوښتل چې د خبريالانو او رسنيو لپاره امنه فضا برابره کړي.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دې غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست څرګنده کړه چې امنيتي اوضاع او د خبريالانو ننګونې د دې سبب شوې دي چې د بيان آزادي له خطر سره مخ شي او په ټول هېواد کې ګواښونه له خبريالانو څخه قرباني واخلي.
هغه زياته کړه چې په وروستيو مياشتو کې د خبريالانو قربانۍ او شهادت په هېواد کې د رسانه يي ټولنې ترمنځ د جدي اندېښنو سبب شوي دي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست د هېواد د امنيتي ځواکونو فعاليتونه د قدر وړ وبلل، خو د هېواد له امنيتي مسوولينو په تيره بيا کورنيو چارو وزارت څخه يې غوښتل چې د هېواد د عامو خلکو په تېره بيا د خبريالانو او رسنيو لپاره امنه فضا برابره کړي.
محمد طاهر زهير د وروستيو تروريستي پېښو په اړه چې په هېواد کې د يو شمېر خبريالانو د قرباني کېدو سبب شوې، معلومات ورکړل او ويې ويل چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ملي مصالحې له عالي شورا، مذاکره کوونکي پلاوي او د سولې په چارو کې د دولت له وزارت څخه غواړي چې د سولې په خبرو کې د رسنيو او خبريالانو د ټولنې مصؤنیت او د امنيت تامينولو ته دا جندا په سر کې ځاى ورکړي.
هغه څرګنده کړه: د خبريالانو لپاره امنيتي ستونزې د دې سبب کېږي چې د بيان آزادي
له ګواښ او ګډوډۍ سره مخ شي او دغه راز د خبريالانو د ځان امنيت او د بيان آزادۍ راتلونکي د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت لپاره يو حياتي او ارزښتناک کار دى چې ورته په سطحي ډول باید ونه کتل شي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست وويل: د بهرنيو چارو وزارت له لارې مو د عدالت غوښتنليک د ملګروملتو سازمان نمایندګۍ (ياناما) او د اروپا اتحاديي ته استولى دى او په افغانستان کې له دغو دواړو نړيوالو مراجعو څخه غواړو چې مقابل لوري، ډار اچوونکي او تروريستي ډلې چې په دغو قضيو کې لاس لري، له هرې لارې چې کېږي پر هغوى فشار راوړي او د خبريالانو د ځان د خوندیتوب لپاره له هرو ممکنو ابزارو څخه کار واخلي.
پاى\ ذ \ع

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا