امنیت

محمد نادر چې په کټه پاى مشهور دى او په لسو وژنو تورن دى ونيول شو

کابل باختر دمرغومي  دري  ويشتمه

 دبغلان ولايت دمرکزي بغلان دولسوالۍ  دامنيه قوماندانۍ پوليسو  ديو انسان وژونکي  او لوتمار دنيولو خبر ورکړ
 دباختر اطلاعاتي اژانس  ته دمرکزي بغلان ولسوالۍ دامنيه قوماندان د څرګندونو له مخې، په کټه پاى مشهور محمد نادر چې دلسو وژنو او دوسله والو غلاو تور ورباندې لګول شوى دى او له څه مودې راپديخوا  امنيتي ځواکونو ترتقعيب لاندې  و پرون د مرکزي بغلان  ولسوالۍ په مربوطاتو کې دپوليسو له خوا ونيول شو خو دده دوه تنه همکاران تښتيدلى دي .

 تورن پنځه مياشتې مخکې دمرکزي بغلان په ولسوالۍ کې دواده په مراسمو کې  دوه تنه وژلى  و او نهه تنه نور يې ټپيان کړي و .

  دمرکزي بغلان دولسوالۍ امنيه قوماندان سر څارمن  محمد کمين  وويل،  په نيول شوي سړي چې دطالبانود ډلې له افرادو څخه هم دى  دلسووژنو  او څو غلاو او دناتو د ځواکونو په کاروانونو باندې د بريد او دعشر دراټولولو او دخلکود ځورونې  تور لګول شوى دى  .

 دمرکزي بغلان دملاخيلو دکلي يو تن سپين ږيري مير علي  نادرپاى کټه انسان وژونکي او بي بندو بار سړي په توګه وباله اودده  نيول د سيمې پوليسو ته ستر برياليتوب وباله او دده دسختومجازاتو غوښتنه يې وکړه .

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

دکمه بازگشت به بالا